اسرایلو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما هغه ادعا ناسمه بللې چې وایې له ایران سره د تېر کال اټمي موافقه کولی شي د تهران اټمي فعالیتونه محدود کړي.
اوباما د اګست پر څلورمه نیټه ویلي وو:
"دغې موافقې هغسي چې موږ یې تمه درلوده کاروکړ، دا نه یوازي زموږ استخباراتي ارزونه ده بلکې د اسرایلو د پوځ او استخباراتو ارزونه هم همدا ښیې، هغه هېواد چې تر ټولو ډیر یې له دغه تړون سره مخالفت درلود."
خو د اسرایلو صدراعظم بین یامین نتن یاهو چې ددې تړون تر ټولو سخت منتقد دی ویلي چې د ایران د اټمي تړون په اړه د اسرائیلو نظر نه دی بدل شوی.
د اسرایلو دفاع وزارت هم ویلي چې دغه تړون له زیانه خالي نه دی او ایران به د اټمي وسلې د جوړیدو را ونه ګرځوي.
دغه وزارت وایې دا ډول موافقې ګټه نه لري او د دوی په خبره د ایران په څېر تروریستي هېوادونو په وړاندې مبارزه کمزورې کوي.