حیات: هلمند د نړیوالو تروریستانو تر برید لاندې راغلی

د هلمند والي حیات الله حیات وایي هلمند د نړیوالو ترورستانو تر برید لاندي راغلی دی.

ښاغلی حیات چې نن شنبې یې هلمند کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې وویل د وسله والو هغه هڅه یې ناکامه کړې ده چې غوښتل یې د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سقوط ورکړي.

د هلمند والي وویل عملیات ځکه ټکني پرمخ روان دي چي وسله وال د خلکو له کورونو استفاده کوي او کوڅو کې ماینونه ښخوي.

حیات الله حیات وویل د نادعلي د دې وروستیو جنګونو په ترڅ کي ۲۹۶ وسله وال وژل شوي دي.

هغه د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل چې ۲۳پولس،۱۰ د ملي اردو سرتېري او۷ د ملی امنیت مس‌ؤلین وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه دوی شواهد لري په هغه وسله والو کې چې د افغان ځواکونو سره په جګړه کي وژل شوي دي ځيني یې بهرنیان دي،خو داچي دکوم ځآی دي څه ونه ویل.