افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ.
ښاغلي غني نن د افغانستان د مالي وضیعت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دولتي ادارو کې، اصلاحات راغلي، خو باید دوامداره شي:
"لومړني اصلاحت په ادارو کې راغلي دي خو دوامداره اصلاحات پکار دي او دغو اصلاحاتو په اړه د افغانستان د ټول سیاسي او اقتصادي قشر مرستې او ملاتړ ته اړتیا ده."
ښاغلي غني همدارنګه وویل د خلکو یوه اندېښنه د دولت د بودیجې ضایعات دي چې باید مخه یې ونیول شي.