د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۲۱ داعشیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ډلې دغه غړي د افغان ځواکونو په تهاجمي او تعرضي عملیاتو کې و ژل شوې دي.
دفاع وزارت وایي د دغو عملیاتو په لړ کې د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې هم د یو تن سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۳ تن طالب وسله وال وژل شوي دي.
دوی وایي افغان ځواکونو په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم عملیات ترسره کړي چې د دغو عملیاتو پرمهال د ملي اردو لس سرتېري هم وژل شوې دي.