صالح: د ازرې - خاکجبار د لويې لارې د امنیت قوماندان ووژل شو

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د ازرې او خاکجبار ولسوالیو د لويې لارې د ساتنې قوماندان د خپلو څلور نورو ملګرو سره د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د شنبې په ورځ د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل چې د ازرې-خاکجبار د لويې لارې د ساتنې د عامه نظم د پولیسو قوماندان سمونیار عبدالستار او څلور ساتونکي يې د جمعې ورځې ناوخته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

ده وویل، د عامه نظم پولیسو پسې چاودنه د ازرې ولسوالۍ په عمرکلي کې شوې ده.

د لوګر د والي ویاند زیاته کړه چې د عامه نظم د پولیسو قوماندان د کابل د خاکجبار له ولسوالۍ ازرې ته په لاره وو چې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه پرې وشوه او ټول پنځه پوځیان په کې ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند وړاندې وايي، د ازرې او د کابل د خاکجبار د ولسوالۍ تر منځ لاره تېر کال د ټولګټو او دفاع وزارتونو لخوا په ګډه جوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي د یادې لارې امنیت د خاکجبار په سیمه کې د ملي اردو ۱۱۱ مه فرقه او د ازرې په سیمه کې د عامه نظم پولیس پر غاړه لري.

د لوګر مرکز ته د ازرې ولسوالۍ لاره د خوشي او دو بندي د سیمې تېره شوې، خو د امنیتي ګواښونو او ماینونو له کبله پرې دوامداره تګ او راتګ نشته.