د زابل ولایت د ښاري صفا ولسوالۍ پولیسو دوه جسدونه موندلي چې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ازادي راډيو ته وويل چي ولايتي اداره د پېښي په اړه پلټنه کوي.
چارواکي وايي چې د موندل شويو کسانو څخه یو يې دوې مياشتي مخکي د کندهار له لويي ویالې سیمي څخه او دوهم يې د غزني له جنډې سيمي تښتول شوي و.
له جسدونو سره په ايښودل شويو لیکونو کي راغلي چې د اسلامي امارات د ټولو مخالفینو سرنوشت به د یادو کسانو په شان وي.
د طالبانو رسمي وياندويانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.