برازیل کې د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالۍ پيل شوې

د برازيل په ريو دي جينيرو ښار کې تېره شپه د ٢٠١٦م کال د دوبي المپيک سيالۍ په خاصو مراسمو او شور و ځوږ سره پيل شوې.

د سږکال په دغو سياليو کې د ٢٠٥ هېوادونو ورزشکاران په ٤٢ سپورټي رشتو کې مسابقه کوي.

په ټوله کې به ٣٠٦ سپورټي مسابقې وشي، دغه سيالۍ به د اګست مياشتې تر ٢١مې روانې وي.

د روح الله نېکپا په ګډون يوه ډله افغان ورزشکاران هم د ريو دي جينيرو په سياليو کې برخه لري.

توفيق بخشي د جوډو، کيميا يوسفي د نجونو د ځغاستې او عبدالوهاب ظاهري د نارينه وو د ځغاستې په برخه کې برخه لري.