د مالدووا دفاع وزارت په بېلتونپاله سيمه کې د روسيې پر وروستيو پوځي تمريناتو انتقاد وکړ.
دغه وزارت دا تمرينات غيرقانوني بللي او ويلي يې دي چې د مالدووا د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښوي.
د روسيې د پوځ افسرانو او د بېلتونپالو پوځيانو د جولاى له ٢٧مې تر تېرې چهارشنبې پورې په جلا شوي ترانزد نيستر (Transdniester) جمهوريت کې د ټروريزم ضد روزنيز تمرينات کړي دي.
بېلتونپال چارواکي وايي دوى غوښتنه له روسي پوځيانو په دې برخه کې زده کړه وکړي.
خو د مالدووا دفاع وزارت په خپله هغه اعلاميه کې چې پرون خپره شوې، دغه تمرينات غندلي د نړيوالو قوانينو له نورمونو سره يې په ټکر کې بللي دي.