چارواکي: هلمند کې ۲ پولیسو د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي وژلي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي په مارجې ولسوالۍ کې دوو ملي پولیسو د ګزمې پر مهال د طالبانو د سرې قطعې لس وسله وال مخالفین وژلي دي.

د هلمند والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه پرون جمعه د مارجې ولسوالۍ په "زقوم" څلور لارې کې هغه مهال رامنځته شوې چې د امنیتي پوستې اړوند پولیس په ګزمه بوخت وو.

اعلامه وايي، د دولت وسله والو مخالفینو د سیمې په یوه باغ کې پر امنیتي پوستو د برید پلان جوړولو لپاره جلسه لرله چې امنیتي ځواکونو په نښه کړل.

اعلامیه زیاتو چې پولیسو سرتېرو ټول وسله وال وژلي او د هغوی یو ماشیندار، دوه کلا شینکوفونه او یوه کله کوف یې له ځان سره امنیتي پوستې ته وړي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.