چارواکي: کندز کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکنې ځواکونو د کندز په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته وویل چې په دې برېدونو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۴ تنه یې هم ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې په وژل شویو کسانو د طالبانو یو مهم قوماندان سیف الله هم شامل دی.

د ارام په وینا چې په دې برېدونو کې د طالبانو ۲ عرادې موټرونه او ۴ عرادې موټرسیکلونه هم له منځه تللي دي.

هغه وايي چې په دې برېدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلي.

بل‌خواته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز لاهم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دی.

په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې له تېرې ورځي راهیسې وسله والو طالبانو پر دغې ولسوالۍ باندې له شاوخوا برېدونه او تعرضونه پیل کړي چې په پايلې کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ورسېده او له ماتې سره مخامخ شول.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قُریشي ازادي راډيو ته وویل چې ددې ولسوالۍ د نو آباد او قرغز سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پیل شوي وه چې پايلې کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه یې هم ټپیان شوي دي.

خو وسله وال طالبان بیا په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹ امنیتي پوستو د نیولو او ګڼ امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اړولو اعا کوي.