حیات: د هلمند نادعلي ته زرګونه افغان سرتېري رسېدلي

د هلمند والي وايي، زرګونه افغان سرتېري د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ ته رسېدلي دي او ډیر ژر به په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل شي.

حیات الله حیات په خپله فیسبوک پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د نادعلي ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی چې وسله وال طالبان به د دوی له سیمو څخه وباسي.

له بلې خوا د دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د حملو له شنډولو وروسته اوس په سیمه کې تصفیوي عملیات کوي.

ددې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو په نادعلي کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو ده یې شمیر په ډاګه نه کړ.

جنرال وزیري په دې عملیاتو کې د ۵ افغان سرتېرو وژل کیدل هم تایید کړل او زیاته یې کړه چې طالبانو دې جګړې ته زیات شمیر وسله وال استولي وو:

"د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې زموږ کومانډو او ضربتي ځواکونه د تصفیوي عملیات په حال کې دي، مخالفینو ته تلفات اوښتی دي، له بده مرغه په تېرو دوو ورځو کې موږ هم تلفات درلودل، دښمن حمله کړې وه او شمیر یې هم زیات و."

د دفاع وزارت ویاند ښاغلي وزیري د کندز ولایت په ارچي او قلعه زال ولسوالیو کې هم د تصفیوي عملیات د دوام یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا ولسوالۍ د سقوط له خطر سره نه دي مخامخ.