د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ده امریکایي سیال به د روانې اګست میاشتې په وروستیو کې له انقرې څخه لیدنه وکړي.
جان کري په داسې حال کې ترکیې ته ځي چې د واشنګټن او انقرې اړیکي په خورا ترینګلي حالت کې دي.
د دواړو هېوادونو اړیکي وروسته له هغه کړکېچن شول چې انقرې د جولای د ۱۵مې په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور په متحدوایالاتو کې د دیره ترک دیني عالم فتح الله ګلین د سپارلو غوښتنه وکړه.
ترکیې که څه هم د ګلین د سپارلو رسمي غوښتنه نه ده کړې خو وايي نوموړی باید په ترکیه کې محاکمه شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون وویل چې کري به د اګست په ۲۴ مه انقرې ته ورسیږي.
چاووش اوغلو په عین حال کې ترکیې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن د احتمالي جلا سفر یادونه هم وکړه.
د استانبول یوې محکمې وړمه ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د پرځولو په مقصد د ناکامې کودتا د پلان په تور د ګلین د نیولو رسمي حکم ورکړ.
کري ویلي دي چې د ګلین د سپارلو له رسمي غوښتنې وروسته به متحدایالات په هغه صورت کې چې ترکیه موثق شواهد وړاندې کړي، د نوموړي د سپارلو په اړه غور وکړي.
ګلین په دې کودتا کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.
د ګلین امریکايي وکیل پرون ډاډ څرګند کړ چې نوموړی به هیڅکله هم ترکیې ته ونه سپارل شي او زیاته یې کړه، انقره د ګلین پرضد داسې اسناد چې د امریکا قضايي سیسټم ته د منلو وړ وي نه لري.