د بېلاروس پولیسو ترکمنستانی ژورنالیست انامر ادوف نیولی

د بېلاروس د سرحدي ګارډ کمېټه په ترکمنستان کې د زېږېدلي پخواني ژورنالیست چاري انامرادوف د نیولو خبر ورکوي او وايي ترکمنستان ته د نوموړي د بېرته سپارلو لپاره تیاری نیسي.

د دې کمیټې غړي الکساندرتیشچینکو Alyaksandr Tishchenko اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل انامرادوف په جولای میاشت کې بیلاروس ته د راستنیدو پرمهال ځکه ونیول شو چې نوم یې د پخواني شوروي په څو جمهوریتونو کې د تعقیب لاندې کسانو په لیست کې شامل و.

انامرادوف د ترکمنستان او روسیې له لارې، اروپا ته د افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق د شبکو په اړه تحقیقاتي راپورونه برابرول په ۱۹۹۱ کال کې د مخدرو موادو د لرلو په تور په ترکمنستان کې په اتلس کاله بند محکوم شو او د څو کلونو زندان له تیرولو وروسته له بنده خوشې شو خو له ترکمنستانه ووت.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي پر نوموړي لګیدلي تورونه سیاسي دلایل لري.

انامرادوف د لنډ وخت لپاره په پراګ کې د آزادي راډیو په ترکمني څانګه کې کار وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې په سویډن کې سیاسي پناه واخیسته.

نوموړي د راپورونو له مخې همداراز د آلمان غږ راډیو لپاره هم په مستعار نوم د خبریال په توګه کار کړی دی.

د يزادي کور Freedom House په نوم ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې ترکمنستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل کړ چې د ژورنالیستانو د بندي کولو او پر رسنیو د ولکې د ټینګولو په برخو کې تر ټولو زیاتې سرغړونې کوي.