د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر زید رعد الحسین په ایران کې د شلو کسانو اعدام "ستره بې عدالتي" بللې ده.
د جمعې په ورځ الحسین په یو بیان کې وویل، دا اعدامونه پر هغو کسانو عملي شوي دي چې په پراخو او مبهمو جرمونو تورن شوي وو او همدارنګه د تورنو کسانو لپاره د منصفانه محاکمې حق نه و ورکړل شوی.
له راپورونو څرګندیږي چې په دې اوونۍ کې په ایران کې اعدام شوي که ټول نه وو - یو زیات شمير یې کردان او سني مسلمانان وو.
چارواکو ویلي، اعدام شوي کسان له کردي سیمو وو او د توحید او جهاد له سخت دریځو ډلو سره یې تړاو درلود.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران په تير کال کې ۹۷۷ کسان اعدام کړي دي.
دا سازمان وايي، له چین وروسته ایران په تير کال کې د اعدامو د شمير له پلوه په نړۍ کې دویم هيواد و .