د افغانستان دفاع وزارت د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې د بیړنۍ ناستې په اړه د څېړنو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ له ازادي راډیو په خبرو کې وویل چې په دې اړه د څیړونو له پای ته رسېدو وروسته به د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.
دغې الوتکې د پنجشنبې په سهار د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او سورلۍ يې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شوه.
صالح محمد صالح د لوګر والي له وياند سليم خان صالح نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه چې د دوى څېړنو تر اوسه کوم حد ته رسېدلي دي؟
Your browser doesn’t support HTML5