چارواکي: د هلمند په نادعلي او مارجه کې ۹۸ مخالفين وژل شوي

د هلمند چارواکي وايي، په تېرو څلورويشت ساعتونو کې په دې ولایت کې د روانو جګړو په ترڅ کې ۱۵۴ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: د هلمند په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې د دولت ۹۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او د طالب قومندان ګوډ ملا اغا ولي په ګډون ۵۶ وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په هوايي او مځکنیو عملیاتو کې اوښتې.

د هلمند چارواکي وايي چې وسله والو د مرګ ژوبلې له ګاللو وروسته سیمې پرېښې او تېره شپه په چا انجیر کې نښتې نه دي شوي.

افغان چارواکو په دې عملیات کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالب وسله والو دوه ورځې مخکې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي په چا انجیر سیمه کې پر دولتي پوستو سخت بریدونه پیل کړل چې په کې دواړو لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

طالبانو تر دې مخکې د خانشین ولسوالۍ او د نادعلي په ځینو نورو سیمو کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.