د المپیک لوبې د افغانستان په وخت نن شپه د برازیل په ریو دې جنیرو Rio de Janeiro ښار کې پیلیږي.
د دې لوبو د پرانېستو مراسم د ماسپښین په یوه بجه چې د کابل په وخت د شپې اته بجې او دیرش دقیقې کیږي، پیلیږي.
په دې لوبو کې به د نړۍ د ۲۰۵ هېوادونو ورزشکاران په ۴۲ بېلابېلو ورزشي څانګو کې ۳۰۶ سیالي وکړي.
د افغان ورزشکارانو پلاوی به چې د افغانستان د المپیک د لومړني مډال راوړونکی روح الله نیکپا په کې دی، هم د ریو په المپیک کې ګډون وکړي.
دا لوبې به د روانې اګست میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام کوي.