د پاریس پولیسو ته د تیارسۍ امر وشو

د پاریس پولیسو ته پرون وروسته له هغه د تیارسۍ امر وشو چې د یوه افغان کډوال له خوا په فرانسه کې د یوې احتمالي تروریستې حملې په اړه راپور ورکړل شو.

د راپورونو له مخې د دې افغان عکس د فرانسې امنیتي ادارو ته ورکړل شوی دی.

د فرانسې د پولیسو ځینو سرچینو ویلي دي افغان کډوال چې نوم یې نه دی اخېستل شوی، غوښتل په پاریس ښار کې یوه حمله ترسره کړي.

د دې افغان وګړي د موندنې لپاره اوس مهال د پلټنې عمليات روان دي.

د میترو نیوز Metronews په نوم فرانسوۍ رسنۍ راپور ورکړی چې یاد شوی افغان له دوو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اوسېده.

د فرانسې په نیس ښار کې د لارۍ په وسیله په یوه حمله کې د ۸۴ کسانو له وژل کیدو وروسته چې یو تونسی وګړی پرې تورن شو، په دې هېواد کې د یو زیات شمېر دیره بهرنیانو او پناه غوښتونکو دوسیې راسپړل شوي او په اړه یې څېړنه کیږي.