نانسی پلوسي له عبدالله عبدالله سره په کابل کې وکتل

د امریکا د کانګرس د یوه پلاوي غړو د افغان حکومت له اجراییه رییس سره په کتنه کې ژمنه کړې چې متحدایالات به په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټينګیدو پورې له ترورېزم سره په مبارزه کې د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې دا پلاوی چې د کانګرس د استازو د جرګې غړې نانسی پلوسي یې مشري کوي، پرون له عبدالله عبدالله سره په کابل کې وکتل.

د اجراییه ریاست سرچینې وايي، ښاغلي عبدالله امریکايي پلاوي ته وویل، افغان حکومت هیله لري چې امریکا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي.

د امریکا د کانګرس پلاوي له دې مخکې له ولسمشر اشرف غني او د کابینې له یو شمېر غړو سره لیدلي وو.

میرمن پلوسي او ورسره پلاوي د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې د حکومت هڅې وستایلې او د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د سیمه ییزو همکارېو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

ولسمشر غني هم د کانګرس پلاوي ته ویلي و چې کابل د سیمې په کچه د ترورېزم پرضد منځمهالې مبارزې ته په پام سره له واشنګټن سره د ستراتیژیکو همکاریو دوام او پیاوړتیا غواړي.