په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
جنرال نیکولسن، پرون کندهار ته تللی و او د لوی کندهار حوزې له استازو او یو شمېر حکومتي چارواکو سره یې د ټولې سیمې پر امنیت خبرې وکړې.
نیکولسن په خبري غونډه کې پرون وویل:
"زما دا هیله ده چې طالبان په دې وپوهیږي چې جګړه له پوځي لارې نه شي ګټلائ."
کندهار ته په دې سفر کې له جنرال نیکولسن سره د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران هم ملګري وو.