بجوا: روسيې ته پر لارې پاکستانی هلیکوپټرې لوګر کې سقوط کړی

د پاکستان د پوځ ویندوې جنرال عاصم بجوا پر ټویټر ویلي چې د دوی یوه هليکوپټر د ازبکستان له لارې روسیې ته په لاره کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې سقوط کړی دی.

د بجوا په وینا، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د دې هليکوپټر د سقوط په اړه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن سره خبرې کړې دي.

د بجوا په وینا، د افغانستان اردو او جنرال نیکولسن ډاډ ورکړی چې د هليکوپټر د عملې په پیداکولو او ژغورلو کې به مرسته ورسره وکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویندوې په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د پاکستان ورځپاڼې [ډان] ویلي چې د پنجاب د حکومت [مې 17] هليکوپټر کورمې ایجنسۍ ته نږدې، په ازره ولسوالۍ کې په داسې سیمه کې لوېدلې چې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

په دې هليکوپټر کې د یوه روسي لارښوود په ګډون لږ تر لږه اوه تنه سپاره وو او داسې ویره ده چې ټول به وسله والو طالبانو نیولي وي او هليکوپټر یې سوځولی دی.