د هرات په چشت شریف کې پر بهرنیو سیلانیانو حمله شوې

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو مخالفینو په چشت شریف ولسوالۍ کې د بهرنيو سيلانيانو پر يوه کاروان بريد کړى.

د چشت ولسوال فرهاد خادم ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه نن له غرمې مخکې شوې چې په کې درې بهرني سیلانیان ټپیان شوي دي.

خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې د شپږو بهرنیو سیلانیانو ټپي کېدل تایید کړل.

ویل کیږي چې دغه سیلانیان له کابله بامیانو او غور ته تللي وو او غوښتل چې هرات ته لاړ شي چې په چشت ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راغلي دي.

تر اوسه د دغو سیلانیانو د هویت او د دقیق شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.