نادري: د خواجه رواش بلاکونه به مستحقینو ته ورکړل شي

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر وايي، د کابل ښار شمال ته د خواجه رواش د هستوګنې بلاکونه به راتلونکي میاشت مستحقینو ته ورکړل شي.

سید سعادت منصور نادري نن د یادې پروژې د لیدو پر مهال وویل، په دغو بلاکونو کې د اوسېدو ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د لارو او سړکونو چارې به یې هم په لږه موده کې پای ته ورسیږي:

"زموږ په دې پروژه کې شاوخوا ۷۸ بلاکونه د بشپړېدو په حال کې دي او د اپارتمانونو شمېر یې څه باندې ۲۰۰۰ ته رسیږي. د دې پروژې کار په ۱۳۹۱ کې پیل او یوه میاشت وروسته به پر مستحقو وویشل شي."

ښاغلي نادري د اپارتمانونو پر خاوندانو تاکید وکړ چې د اپارتمانونو قسطونه دې پر وخت اداء کړي څو د پروژې پاتې کارونه ونه ځنډیږي.

د ښار او کورونو جوړونې وزیر دا هم وویل چې د دوی راتلونکې پروژه په ټول هېواد کې د شاوخوا لس زرو نورو اپارتمانونو جوړول دي چې د مرستو ژمنې یې چین او د قطر هېوادونو کړي او هیله ده چې پروسه یې ژر بشپړه او چارې یې پیل شي.