د کابل په یوه مارکیټ لګېدلي اور ۷تنه ټپیان کړي

د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د کابل ښار د ميرويس ميدان په يوه مارکېټ کې د اور لګیدنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه ټپیان شوي دي.

دا خبرې د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي په سېمه کې خبریالانو ته وکړې.

له بلې خوا له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي په دغه مارکیټ کې لګېدلى اور مهار شوی خو په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

پخواني:

د کابل ښار د ميرويس ميدان په يو مارکېټ کې لګېدلى اور دا مهال د دغه سوداګريز مارکېټ نهم او لسم پوړ ته غځېدلى دی .

له سیمې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېر روغتیایې مرستدویه ډاکټرانو له قوله وایي چې د دغې اورلګېدنې له امله یو تن مړ شوی او شپږ تنه ټپیان شوي دي.

خو تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر دوکاندارانو ازادي راډیو ته ویلي چې اور خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه اور د اباسين ځدراڼ په لس پوړيز سوداګريز مارکېټ کې شاوخوا ١١ بجې ولګېد او لاهم روان دی.

د پېښې ځاى ته د اطفايې وسايط رسېدلي او هڅه کوي چې اور کنټرول کړي.

پخواني:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې لګیدلی اور کنټرول کړي.

جنرال محبوب امیري ازادي راډيو ته وویل چې د اور وژنې کارکوونکي په سیمه کې دي او هڅه کوي چې تر راتلونکو شېبو دا اور مړ کړي.

د سیمې اوسیدونکي وایي، له تېرو څو ساعتونو راهیسې لا هم د اور وژنې کار کوونکي نه دي توانیدلي چې اور مړ کړي.

له سیمې د ازادي راډيو خبریال بیا وایي اور د مالي زیان ترڅنګ یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایي، ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.

پخواني:

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې اور لګیدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال محبوب امیري هم ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.

نوموړي همدارنګه وویل، د اور وژنې کار کوونکي سیمې ته رسیدلې دي او ډېر ژر به اور لګېدنه کنټرول کړي.

اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په کوټې سنګي سېمه کې په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایي ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.