موژالس: کډوالو په اړه شوې موافقه تر ډېره عملي کیږي

د یونان د کډوالو وزیر یانیز موژالس "Yiannis Mouzalas" وايي، د اروپايي ټولنې او او ترکیې ترمنځ د کډوالو د بهیر د مخنیوي لپاره شوې موافقه تر ډېره عملي کیږي.

خو موژالز پرون وویل، په ترکیه کې له ناکامې پوځي کودتا وروسته، اتن د دې هېواد پېښې په اندېښنې څاري.

د یونان د کډوالو وزیر رد کړه چې ګوندې دوی دې له اروپايي ټولنې غوښتي، څو د کډوالو په اړه د ترکیې سره د شوي تړون څخه د ترکیې د وتلو په صورت کې یو بدیل پلان رامنځ ته کړي.

د کډوالو د دې موافقې د عملي کولو په برخه کې اروپايي ټولنه په ترکیې تکیه ده.

ویل کیږي چې له دې تړون وروسته له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو په اوښتلو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.