چارواکي: وسله والو طالبانو هلمند کې د چا انجیر بازار نه دی نیولی

افغان چارواکي د طالبانو هغه ادعا نه مني چې ګوندې د چا انجیر بازار یې له دولتي ځواکونو نیولی دی.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي، پرون مازیګر رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د چاه انجیر بازار او شاوخوا پوستې یې له دولتي ځواکونو څخه لاندې کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون ماښام ازادي راډیو ته ومنله چې په چاه انجیر کې وسله والو تهاجمي حملې کړي، خو د ده په وینا سیمې ته کمانډو او هوايي ځواک رسیدلی او د وسله والو د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده:

"د چاه انجیر د سیمې په ځینو پوستو باندې چې د نادعلي ولسوالۍ مربوط سیمه ده، طالبانو د سهار راهیسې بریدونه پیل کړي. متفرق بریدونه دي. دغلته افغان ځواکونو د دې بریدونو د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري."

د یادونې وړ ده چې د چاه انجیر بازار د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمه ده چې هم د دې ولسوالۍ مرکز او هم د لښکرګاه ښار ته نژدې موقعیت لري.

دواړه لوري په دې جګړه کې یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.