جنرال قدم شاه شهیم له چینايي چارواکو په خبرو بوخت دی

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم له چینايي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دا مهال د چین په رسمي سفر بوخت دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د وسله وال ځواک لوی درستیزبه د خپل دې سفر په ترڅ کې له چینایي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو خبرې وکړي.

ښاغلي وزیري وویل، چین د افغانستان د دفاع وزارت سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"لکه د ښوونې او روزنې په برخه کې زموږ محصلان دا مهال په چین کې په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي. همدارنګه دا هېواد موږ سره د پوځي وسایطو په برخه کې هم مرستې کوي."

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د چین سفیر یاوجینګ د چارشنبې په ورځ د دې وزارت د مالي او اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه سره لیدلي او له هغه سره د افغانستان د ځوانو ډیپلوماټانو د روزنې په هغه درې اړخیز پروګرام خبري کړي چې ټاکل شوې افغانستان، چین او امریکا یې په ګډه پر مخ یوسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه خبرپاڼه د چین د سفیر له خولې وايي چې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره به د افغانستان له بېلابېلو ادارو سره پنځلس میلیونه ینه مرسته وکړي.