سپینې ماڼۍ د جمهوري غوښتونکو د ګوند د مشرانو وروستی ادعا رد کړه

سپینې ماڼۍ د جمهوري غوښتونکو د ګوند د مشرانو هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې دي د اوباما ادارې په پټه په جنوري میاشت کې په ایران کې د زنداني امریکایانو د خوشې کولو لپاره هغه هېواد ته ۴۰۰ میلیون ډالره نغدې پیسې د باج په توګه ورکړي دي.

د راپورونو له مخې دغه پیسې یوه ورځ وروسته له هغې ایران ته انتقال شوي چې تهران پنځه امریکایي زندانیان خوشې کړل.

دغه بندیان د جنوري په ۱۶ د زندانیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې شول.

د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنېسټ په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"باج ورکول د امریکا د حکومت له پالیسي سره اړخ نه لګوي او دا هغه څه دي چې ایرانیانو ته مو ویلي چې موږ دا کار نه شو ترسره کولای. موږ د زنداني امریکایانو د خوشې کولو لپاره چاته باج نه ورکوو او نه به هم دا کار وکړو."

خو ایرنیسټ دا ومنله چې د بارک اوباما ادارې په پټه په الوتکه کې تهران ته پیسې انتقال کړي ځکه امریکا له ایران سره بانکي اړیکه نه لري.