راپورونه وايي چې د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د اماراتو د هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې پر مهال له حادثې سره مخ شوې، لوګي ترې پورته شوي او د منځني ختیځ په دې بوخت هوايي ډګر کې یې د الوتکو ناستې او الوتنې ځنډولي دي.
د دې هوايي شرکت رئیس ویلي، د لګیدلي اور د وژلو پر مهال د اور وژنې د ادارې یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د اماراتو هوايي شرکت وايي چې د الوتکې ټولې سپرلۍ او عمله خوندي دي.
له پېښې سره د دې شرکت "EK521 " الوتکه مخ شوه چې د هندوستان له یو ښاره دوبۍ ته رسیدلې وه او درې سوه کسان په کې سپاره وو.
د پېښې علت دم ګړۍ نه دی تایید شوی.
د دوبۍ حکومت ویلي چې د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر د الوتکو ناستې او له دې هوايي ډګر الوتنې ځنډیدلي دي.