چارواکي: د فراه په پشت رود کې ۴۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې پراخ تصفیوي عملیات پیل شوي دي چې په ترڅ کې یې کابو ۷۰ تنو د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل چې د دغو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې د پشت رود ولسوالۍ ۶ کلي د دولت د وسله والو مخالفانو د شتونه پاک شوي دي.

د هغه په خبره اوس هم په سیمه کې تصفیوي عملیات جریان لري او ترڅو چې د پشت رود ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفانو د شتونه پاکه نه شي دغه عملیات به جریان ولري.

د امنیت امر وایي چې دغه پوځي عملیات د پشت رود ولسوالۍ په دوکین، ګجګین او کسګین سیمو کې ترسره شوی دی.

د هغه په خبره په دې عملیاتو کې درې تنه افغان سرتیري هم ژوبل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې له کابو اتو ورځو جګړه روانه ده او نن یې ډېر زور اخېستې.د دغه ولسوالۍ څخه کابو دوه زره کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.