د الکترونیکي تذکرو د وېش د ادارې یو شمېر پخواني کارکوونکي اعتراض

د الکترونیکي تذکرو د وېش د اداري یو شمېر پخواني کارکوونکي وايي چې دوی له موجه دلایلو پرته له دندو اېستل شوي دي.

دغو کارکوونکو چې شمېر یې شااوخوا درې سوه تنو ته رسېده، په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې ځانګړي روزنیز پروګرامونه ورته نیول شوي، خو اوس یې پر ځای نوي کسان ګمارل کیږي.

دوی همدا راز ګواښ وکړ چې که حکومت او اړونده ادارې غوښتنې ځواب نه کړي مدني اعتراضونه او مظاهرې به وکړي.

تر اوسه کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اجرائیه ریاست د الکترونیکي تذکرو ویش ته یوه طرحه جوړه کړې چې دا مهال په جمهوري ریاست کې ده.