د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د انټرکانټیننټل کپ په سیالیو کې له بریا وروسته نن افغانستان ته راستون شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل چې دا اروپا ته د کرکټ د ملي ټیم یو ارزښتناک سفر وو.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دغه بري سره وتوانېد چې په دوهمه درجه ټیمونو کې لومړی مقام خپل کړي.