غورځنګ: کندز کې به پراخ تهاجمي عملیات پیل شي

د افغانستان د ملي امینت شورا وايي ډېر ژر به په کندز کې پراخ تهاجمي عملیات پیل شي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل چې ددغو عملیاتو په ترسره کېدو به کندز په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینونو له موجودي ته پاک شي.

ښاغلی غورځنګ وايي چې دغه عملیات په کندز او شمالي ولایتونو کې شته امنیتي ګواښونو ته په کتو ترسره کیږي.

په کندز کې د پراخو تهاجمي عملیاتو خبره وروسته له هغې کیږي چې تیره ورځ د ملي امنیت د سلاکار په ګډون یوه افغان پلاوي او د بهرنیو ځواکونو قوماندان دغه ولایت ته سفر کړی و.