فیصل: افغان حکومت ملي پرمختیايي چوکاټ برابری کړی

اجراییه ریاست وايي چې افغان حکومت د بروکسل له کنفراس وړاندې د افغانستان ملي پرمختیايي چوکاټ برابر کړی دی.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې او د مصرف کیدونکو پیسو په اړه شفافیت او حساب ورکونه شامل دي.

ښاغلی فیصل وايي چې افغان حکومت به د بروکسل په غونډه کې د فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو د خوندیتوب او د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې له مشخصو طرحو سره ګډون وکړي.

د بروکسل کنفراس به روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه په بلجیم کې جوړ شي.