شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه په تازه سرغړونه کې نن یو لېرې واټن ویشتونکی توغندۍ وازمایه.
راپورونه وايي چې توغندۍ د جاپان په سمندري پوله اویا ورته په نزدې اوبو کې لګیدلی دی.
اخوا جاپان ویلي چې د شمالي کوریا توغندۍ د دې هېواد په اقتصادي سیمه کې پریوتی دی.
د جاپان صدراعظم شینزو ابي دا یو پارونکی عمل او خپل هېواد ته جدي ګواښ بللی دی.
د راپورونو له مخې د شمالي کوریا دا توغندۍ د ۶۲۰ کیلو متره واټن له وهلو ورورسته د جاپان په سمندرګي کې لګیدلی دی.
په همدې جال کې د جنوبي کوریا د پوځ مشر ویلي چې د پیونګ یونګ د توغندي ازمیښت ښيي چې شمالي کوریا پر ګاونډیانو د مستقیم برید په فکر کې دی.
په سیمه کې د امریکا پوځ وايي، شمالي کوریا نن دوه توغندي تجربه کړل چې یو يې له ویشتل کیدو لږه شیبه وروسته په هوا کې وچاودېد او دوهم د جاپان په سمندرګي کې پریوت.
شمالي کوریا تېره جولايې میاشت هم درې لېرې واټن ویشتونکي توغندي ازمویلي وو.