روحاني: نړېوال قدرتونو د اټمي موافقې ټول مواد نه دي عملي کړي

د ایران ولسمشر محمد حسن روحاني پر نړیوالو قدرتونو انتقاد وکړ چې له تهران سره د اټمي موافقې ټول مواد یې نه دي عملي کړي.

حسن روحاني پرون سې شنبې د ایران له دولتي ټلویزیونه په وینا کې څرګنده کړه چې د اټمي موافقې پراساس، پردې هېواد ټول بندیزونه نه دي لېرې شوي او له دې امله یې اقتصادي وده کمزورې شوې ده.

روحاني وویل، د مقابل لوري د سم اقدام په صورت کې به د ایران اقتصادي وضعیت ډېر ښه شوی و.

هغه زیاته کړه چې د ایران دولت لاهم په بهر کې خپلې ټولې کنګل شوې پانګې نه شي ترلاسه کولای.

د روحاني په وینا، د امریکا کانګرس، اسراییل او ځیني سیمه ییزو هېوادونو چې نومونه یې نه دي اخېستي، د دې مخنیوی کړی چې د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اټمي موافقه په بشپړ ډول عملي شي.

خو د ایران ولسمشر ومنله چې په تېر یوه کال کې یې زیات تیل صادر کړی ځکه د تیلو پر صادراتو لګیدلي بندیزونه تر ډېره حده لېرې شوي او نړیوال بانکي سیسټم ته هم ور داخل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوې جان کربي پرون سه شنبې باور څرګند کړ چې ایران د اټمي موافقې پر اساس خپل مسئولیتونه ترسره کوي او امریکا د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره کار کوي.