اوباما: ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست لپاره "مناسب" سړی نه دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون سه شنبې وویل چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست لپاره "مناسب" سړی نه دی.

اوباما له سپینې ماڼۍ وویل، په عراق کې د یوه وژل شوي مسلمان، امریکايي عسکر د کورنۍ په اړه د ډونالد ټرمپ له خبرو څرګندیږي چې هغه د نړۍ د ډېرو مهمو مسئلو په اړه ابتدايي معلومات هم نه لري او له دې امله د امریکا جمهوري ریاست ته "هیڅ " مناسب نه دی.

بارک اوباما زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د جمهوري غوښتونکو کاندید د ولسمشر په توګه د دندې ترسره کولو ته مناسب نه دی. ما تېره اوونۍ همدا خبره کړې وه او ټرمپ زما دا خبره په مکرر ډول ثابته کړې ده. "

بارک اوباما زیاته کړه چې یوازې دی د ډونالډ ټرمپ په اړه دا نظر نه لري، بلکه د جمهوري غوښتونکي ګوند زیات مهم غړي هم ورته فکر کوي.

د امریکا ولسمشر همدا راز د جمهوري غوښتونکي ګوند پر رهبرانو نیوکه وکړه چې پر ډونالډ ټرمپ انتقادونه کوي خو د هغه د کاندیدۍ پر خلاف جدي اقدام نکوي.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په اتمه کیږي.

ډونالډ ټرمپ یا د هغه انتخاباتي کمپاین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.