د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ۱۶۷۳ هاموې موټر جوړیږي

په امریکا کې د درنو موټرو جوړولو شرکت [AM General] د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د ۱۶۷۳ هاموې موټرو د جوړولو قرارداد واخېست.

دا قرارداد لږ تر لږه ۳۵۶ میلیون ډالر ارزښت لري.

د دې امریکايي شرکت خبرپانه وايي، د قرارداد پر اساس به هاموي موټر د امریکا حکومت ته وسپارل شي او بیا به د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو ته ورکول کیږي.

په دې موټرو کې به د "هاموې" مختلف ډولونه شامل وي.

د امریکا په اینډیانا ایالت کې د درنو موټرو جوړولو شرکت [AM General] د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د موټرو جوړولو کار په روانه میاشت [اسد/زمري] کې پیلیږي او راتلونکی دوبی به بشپړ شي.