په هرات ښار کې پرون سې شنبې د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې له امله ۵ تنه زخمیان شول.
د ازادي راډیو خبریال وايي، ماین د ملي اردو په رنجر موټر پورې تړل شوی و.
د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتو مسئول محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل، په زخمیانو کې دوه ملکي کسان او درې د ملي اردو عسکر دي.
محمد رفیق شیرزي زیاته کړه:
"د [چوک ګلها] په سیمه کې په چاودنه کې پنځه زخمیان را رسیدلي چې درې د ملي اردو غړي او دوه ملکي کسان دي. په ملکي کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم او یو۳۷ کلن ټکسي چلونکی دی. د ټولو زخمیانو روغتیايي وضعیت د قناعت وړ دی."
خو د هرات امنیه قوماندانۍ ویلي، په چاودنه کې درې تنه زخمیان دي چې یو ملکي وګړی او دوه عسکر دي.
د پېښې مسئولیت چا نه دی اخېستی.