د ننګرهار په حصارت او خوګیاڼو کې ۵کسان نیول شوي

ارشیف

د ننګرهار په حصارک او خوګیاڼو ولسوالیو کې ۵ مشکوک کسان، وسلې او چاودیدونکي مواد نیول شوي دي.

د دې ولایت د والي د دفتر خبرپاڼه څرګندوي چې په حصارک او خوګیاڼو کې د تالاشۍ عملیات روان دي او ملکي وګړو ته تاوان نه دی په کې پېښ شوی.

په خبرپاڼه کې چې پرون سې شنبې خپره شوې، راغلي چې د ننګرهار په پچیر او اګام ولسوالۍ کې هم هوايي عملیات شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې عملیاتو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه زخمیان شوي دي.

په عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو هم برخه اخېستې ده.

په ننګرهار کې اوس مهال، د "قهرسیلاب" په نوم پوځي عملیات روان دي.