د بشري حقونو کمېسیون په سرپل کې د یوې ښځې قتل وغانده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په سرپل کې د صحرايي محکمې جوړېدل او د حکم پر اساس یې د یوې ۱۹ کلنې ښځې قتل په شدت وغندل.

دا ځوانه ښځه ازاده نومېده او د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ اوسیدونکي وه چې د نامشروع اړیکو په تور، د دوشنبې په ورځ ووژل شوه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبې یو وار بیا پر حکومت ږغ وکړ چې د افغانانو امنیت ټینګ او د هغوی پر اساسي حقونو د داسې تیري مخنیوی وکړي او په دې ډول خپل بنیادي مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویندوې ازادي راډیو ته وویل چې د دې هېواد د قوانینو له چوکاټه بهر هر حکم، د صحرايي محاکمو جوړېدل، حکمونه او د تورنو کسانو مجازات غیر شرعي ګڼي او غندنه یې کوي.