اتمر: وسله وال مخالفین به له کندزه وشړل شي

افغان چارواکو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان کندز ته د سفر پرمهال خلکو ته ډاډه ورکړ چې سیمه به له وسله والو مخالفانو پاکوي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په کندز کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې به پراخ بدلون راشي او وسله والو مخالفان به له دغه ولایته وشړل شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم په همدې مساله ټینګار وکړ او وزیاته یې کړه چې له افغان ځواکونو به ملاتړ و کړي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکار او د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن نن شمالي ناامنه ولایت کندز ته تللي و.