ملي امنیت وايي لغمان کې د طالبانو ۶ کسیزه ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د لغمان په ولایت کې یې د وسله والو طالبانو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیول شویو کسانو قصد درلود چې د لغمان په مرکز مهترلام کې حملې وکړي چې له وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي د وسله والو طالبانو یو بل غړی ممتاز له لغمان څخه ننګرهار ته د ۲۹ کیلوګرامو تریاکو دانتقال پرمهال نیول شوی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.