چارواکي: د هلمند نادعلي کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي دي چي دغه وسله وال د یوه هوايي برید په ترڅ کي وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چي په دې برید کي د وسله والو یو قوماندان کامران د خپلو ۸ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

په دې برید کې د طالبانو یو ډاټسن موټر او په هغه کي نصب زیکویک له منځه وړل شوي دی.

دغه راز په یوه بل برید کي چي د نادعلي په ناقل اباد کلي کې شوی دی د هارون په شمول ۷ نور وسله وال هم وژل شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.