تاجکستاني خبریالانو ته د دغه هېواد د حکومت خبرداری

تاجکستان اعلان وکړ چې هرهغه خبریال به ترسل ډالرو پورې جریمه شي چې پیچیلي لغات، داسې لغات چې عادي لوستونکي پرې نه پوهیږي، کاروي.

دا خبرپرون روسي رسنیو ورکړ.

د تاجکستان د ترمینالوژۍ د کمېټې رییس ګوهرشریف زاده په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې داسې انګیرل کیږي چې یوشمېر خبریالان په خپلو لیکنو کې ترلسو پورې داسي لغات کاروي چې عادي لوستونکي، لیدونکي یا هم اوریدونکي پرې نه پوهیږي.

دوی په دې کارسره د رسمي ژبې له نورمونو جدي سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړه چې په رسمي ژبه د لیکونکو او د څیړونکو لپاره یې مقررات موجود دي چې ټول یې باید مراعات کړي او د سرغړونې په صورت کې به یوخبریال له ۷۵ نه تر۱۰۰ ډالرو پورې او کمپنۍ به هم له یونیم سل نه تردوه سوه ډالرو پورې جریمه شي.

تاجکستان مخکې پرماشومانو د بهرنیو نومونو پرایښودو هم بندیز لګولی و.