د دفاع او کورنیو چارو وزیران کندز ته تللي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکار او د قاطع ماموریت ملاتړ عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن شمالي ولایت کندز ته تللي دي.

په کندز کې د ازادي راډیو خبریال وايي که څه هم تراوسه د دغه سفر هدف معلوم نه دی، خو تللی پلاوی د کندز له سیمه ییزو چارواکو او د دې ولایت له وکیلانو سره په خبرو بوخت دي.

له کابله کندز ته دغه لوړ پوړی پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې د ازادي راډيو د خبریال په خبره د دې ولایت په قلعه زال او دشتي ارچي ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او یادو جګړو کندز ښاریان اندېښمن کړي.