خوګياڼی: ننګرهار کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د پچیراګام ولسوالۍ په زیړي بابا او پاس زیړي سیمو کې تېره ورځ ناوخته د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي پرون ناوخته ماښام مهال د یادې ولسوالۍ په زیړي بابا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې د مولوی قیام الدین ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز ۶ نور وسله وال طالبان ټپیان دي.

نوموړی وايي همدا راز په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په پاس زیړي سیمه کې د ځمکني برید په ترڅ کې د قاري احسان الله او سیداجان ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.