چارواکي: د هلمند لپاره د طالبانو والي په هوايي حمله وژل شوی

د هلمند د والي دفتر وايي، په هلمند کې د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او د "قوماندان مستقیم" په نوم د طالبانو یو بل مشر چې دغلته د طالبانو د جنګ عمومي قوماندان و، وژل شوي دي.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دا دوه کسان پرون د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند د والي له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې همدارنګه ویل شوي چې په هلمند کې د تېرو څو ورځو جګړې په ترڅ کې د مخالفو وسله والو نهه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ویلي و چې د د خانشین ولسوالۍ مرکز یې نیولی خو د هلمند چارواکي وايي، طالبان یې د خانشین ولسوالۍ له مرکز څخه په شا کړي دي او دا مهال ددې ولسوالۍ کنټرول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

تر دې مخکې د هلمند والي حیات الله حیات ازادي راډیو ته ویلي و چې د مخدره موادو تولید او قاچاق او د سیمې د هېوادونو د استخباراتي ادارو لاس وهنه په دې ولایت کې د نا امنیو مهم سببونه دي.