احمدي: بامیانو کې پر پولیسو ۱۰ تنه حمله کوونکي نیول شوي

د بامیانو چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو هغه لس تنه نیولې دي چې پر پولیسو او د ښاروالۍ پر کارکونکو د برید تر شا یې لاس درلود.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي پرون ازادي راډیو ته وویل، د ښاروالۍ کارکونکو او پولیسو د دې ښار له زرغونې سیمې او تاریخي ځایونو غرفې او کانټینرونه پاکول چې د یو شمېر خلکو له مخالفت سره مخامخ شول.

ښاغلي احمدي وویل چې په دې ترڅ کې د ښاروالۍ او پولیسو تر لسو زیات کسان وهل شوي ډبول شوي او معترضانو د پولیسو د دوو موټرو هندارې هم ماتې کړي دي.

د بامیان د والي ویاند وویل، د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو ادارې یا یونسکو خبرداری ورکړی که چیرې د بامیان ښار ماسټر پلان عملي نه شي ممکن دا ولایت د نړیوالو فرهنګي میراثونو له لیست څخه و ایستل شي.

د عبدالرحمن احمدي په وینا له همدې کبله ده چې د بامیانو ولایت اداره ژمنه ده څو د دې ولایت فرهنګي پلان عملي کړي او لرغونې سیمې له غرفو او کانټینرونو پاکې کړي.