د امریکا متحده ایالاتو لیبیا کې هوايي بریدونه کړي

د امریکا متحدو ایالتونو په لیبیا کې څو هوايي بریدونه کړي.

دا بریدونه د لیبیا د حکومت له هغو غوښتونو وروسته شوي چې په دې هېواد کې د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو د په نښه کولو په اړه کړې وې.

د امریکا د دفاع وزارت پرون وویل، د لومړي ځل لپاره یې به بندري ښار سرت کې چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دي هوايي بریدونه کړي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک وویل، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې بریدونو امر ورکړی دی:

"د لیبیا د ملي حکومت په غوښتنه د امریکا متحدو ایالتونو د سرت په ښار کې د اسلامي دولت پر وسله والو څو هوايي بریدونه کړي، دا بریدونه د امریکا د دفاع د وزیر اشټون کارټر او د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد په سپارښتنه او د ولسمشر بارک اوباما په امر ترسره شوي دي."

په لیبیا کې له هغې راوروسته چې په ۲۰۱۱ م کال کې قذافي ووژل شو، د دې هېواد ډېرې برخې د ګډوډیو شاهدې دي.